برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دبې کیفیتو مخابراتي کمپنیو جریمه کیدا

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایي ټول هغه مخابراتي شرکتونه چې د انټرنټ او خدمتونو کیفیت یې ټیټ وي، جریمه به شي.


اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي، له مخابراتي شرکتونو سره په ناستو کې یادو شرکتونو ژمنې کړې چې په روان لمریز کال کې به د انټرنېټ د کیفیت د ښه والي لپاره لاپانګونه کوي.
د دغې ادارې رئیس محمد نجیب عزیزي خبریالانو ته وویل، هغه شرکتونه چې جرایم ولري، مجازات به شي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو د انټرنټ د ټيټ کیفیت او لوړ لګښت پرضد په ټولنیزو رسنیو کې پراخ کمپاین پيل شوی و.
دوی شکایت کاوه، چې اترا په دې برخه کې هېڅ راز فعالیت نه کوي او باید له خپلو قانوني حقوقو استفاده وکړي.
که څه هم خلک د اترا له دې اقدامه هرکلی کوي، خو وايي چې مخابراتي شبکې زیاتې ستونزې لري. اترا پر خلکو غږ کوي چې که د مخابراتي شرکتونو د جرایمو په اړه اسناد لري، د دوشنبې په ورځ دې له دغه ادارې سره شریک کړي، څو د جواز د شرایطو مطابق اړوند شرکتونه مجازات شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي