برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د قانون نه شتون په خاطرد انټرنټي جرمونو ډېرېدو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په داسې حال کې انټرنټي جرمونو ته د رسېدنې قانون طرحې د نهايي کېدو خبر ورکوي چې په دې برخه کې د قانون نه شتون، د دې لامل شوى چې په افغانستان کې انټرنټ خوندي و نه اوسي او انټرنټي جرمونه ډېر شي.


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير شهزاد ګل اريوبي چې يې په کابل کې د (په افغانستان کې د انټرنټ مديريتي کنفراس۲۰۱۸) يا (IGF Afghanistan 2018) کې خبرې کولې، وويل چې عدليې وزارت ته انټرنټي جرمونو ته د رسېدنې قانون استول شوی، هيله ده چې قانوني پړاوونه يې ډېر ژر ترسره او نافذ شي.
د ده په وينا، د دغه قانون په انفاذ او تر لاس لاندې ځينو نورو پروګرامونو په عملي کېدو سره به د انټرنټ کيفيت لوړ شي او د انټرنټ استفاده کوونکو لپاره به لا ډېر خونديتوب رامنځ ته شي.
نوموړي زياته کړه چې وزارت په افغانستان کې د انټرنټ د حاکميت لپاره د انټرنټ د ګړنديتوب، کيفيت، د قوانينو تعديل، طرزالعملونو برابرېدو، سمبال او خوندي ډېټا سنټر شتون ته به پام ډېر کړي.
اريوبي انټرنټ ته لاسرسى د ټولو هېوادوالو حق وباله او زياته يې کړه: “بايد د دولت په شمول هر څوک چې خوندي انټرنټ ته لاسرسی ولري، ځکه له انټرنټ پرته پرمختګ ناشونی دی.”
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير وويل: “له خصوصي سکتور سره په ګډه کار کوو او هغوی ته امکانات برابروو او د قوانينو پر تعديل کار روان دی او داسې طرزالعملونه جوړوو چې خصوصي سکتور په اسانۍ سره ونډه په کې واخلي.”
د افغانستان د انټرنټي ټولنې د بورډ غړي زمريالي وفا وويل چې نننۍ ناسته د مهمو انټرنټي موضوعاتو په اړه د خبرو او د پوهې د لېږدولو لپاره د خصوصي سکتور، حکومت او د پوهنتونونو د راټولېدو په موخه جوړه شوې ده.
نوموړي زياته کړه: “له حکومت سره يو ځای مو مشورتي پروګرامونه درلودلي او هڅه کوو چې ځانونه نېغ په نېغه سمندري فايبر ته ورسوو، څو د انټرنټ په مصوونيت، بيه او کيفيت کې ستر بدلونونه رامنځ ته شي.”
د شمس الله په نامه د غونډې يوه ګډونوال په هېواد کې د انټرنټ پر نه خونديتوب په نيوکې سره وويل: “حکومت د انټرنټ په امنيت کې مهم رول لري، خو له بده مرغه چې تر اوسه کومه پاليسي نه لري.”
نوموړي زياته کړه چې په دې برخه کې د قانون او پاليسۍ نه شتون، د دې لامل شوی چې انټرنټي جرمونه ورځ په ورځ ډېر شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي