برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومت د ناکامۍ پټولو له امله مخابراتي شبکې تړلې

آریانانیوز: په غزني کې د جګړې درېیمه شپه رانږدې کېږي او په دې ښار کې پر څو محدودو حکومتي ودانیو د طالبانو د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه شوې ده.


د دې ښار اوسېدونکي د مخابراتي شبکو تړل کېدل د حکومت کار بولي او ټینګار کوي چې د خپلې ناکامۍ د پټولو په خاطر يې تړلې دي.
د خالد ودان په نوم یو تن لیکلي چې په له عام سرک لرې په خامو لارو کې له غزني وتلی، د ده په وینا کور په کور طالب ګرځي او د حکومتي چارواکو دعوې بالکل دروغ دي.
هغه لیکلي: «مخابراتي شبکو ارتباط هم دولت قطع کړی تر څو د دوی له بې کفایتی ملت خبر نشي.»Khalid-wadan-scrin-shot.jpg
که څه هم د جګړې د ښکېلو غاړو په درنو ډزو کې هم ځينې مخابراتي پايې نړېدلې دي، خو دا چې د ټول ولایت په سطحه هیڅ مخابراتي شبکه کار نه کوي، پوره درک يې معلوم نه دی.
تر دې وړاندې د غزني یو بل اوسېدونکي ضیا‌ءالحق انځور هم لیکلي و، چې د غزني د وضعیت په اړه د چارواکو خبرې بېخې ناسمې دي.

هغه لیکلي: «د مورال د تضعیف او مخالیفینو ته تبلیغ نه ده په دروغو حکومت نه کیږي، بزازي، موی مبارک، حیدراباد پل، مسعود چوک، درېیم پلان له طالبانو سره دي نه کمانډو راغلي نه له مرکز څخه کومک راغلی د دفاع او داخله وزارت ویندویان د ټلویزون په پرده ښه ښکاریږي د غزني ملکې روغتون له مړو جسدو او ټپیانو ډک دی.»z-haq-anzor-ghazni.jpg
په غزني کې د جګړې د تازه حال په اړه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي، خو ځینو غیر رسمي سرچینو د حکومت له واکه د امنیه قومندانۍ د وتلو خبر ورکړی دی.
د تېرې جمعې شپې د جګړې له پیل راهیسې په غزني کې مخابراتي شبکو کار پرېيښی او د کابل – کندهار لاره د ترافیکو پر مخ تړلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي