برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دامریکايي نیواکګروپوځیانوّه په بریدکی نه ملکی کسان شهیدان شول

آریانانیوز: دیوراپوپه ساس ّپه میدان وردک ولایت کښې ځايي سرچینو وویل چې د امریکې ترهګرو پوځیانو تیره شپه د دې ولایت په چک ولسوالۍ کښې په یوې دیني مدرسې باندې حمله وکړه او نهه زده کونکي یې ووژل.



امریکايي ترهګرو پوځیانو د دغو نهو زده کونکو له وژلو وروسته د یادې مدرسې ودانۍ هم په چاودونکو توکو والوزوله
د ویلو ده چې د ترهګرو امریکايي پوځیانو په دې وروستیو میاشتو کښې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې لسګونه شپني عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان ولسي او مشرانو جرګې په تیرو څو میاشتو کښې په غیرپوځي او ملکي اهدافو باندې د امریکې د حملو په زیاتیدو په ځلونو نیوکه کړې ده خو له دغو نیوکو سره سره، پر افغان وګړو د امریکې د پوځي ځکنۍ او هوايي حملې لاهم دوام لري.
په دې وروستیو کښې ملګرو ملتو هم په افغانستان کښې د امریکايي پوځ د عملیاتو له امله د ملکي افغانانو له وژلې اندیښنه څرګنده کړې وه.

شریک یي کړئ!