برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان دبیارغاونې له بودجې څخه 15 میلیارډډالر بې درکه شوی دی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د افغانستان دبیا رغاونې په چارو کې د امریکا د ځانګړی پلټونکی دفتر (سیګار ) دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،په تیرو یولسو کلونو کې د دغه هیواد دبیارغاونې له ټولې بودجې کابو پنځلس میلیارډ او پنځه سوه میلیون ډالر غایب شوی دی .
دافغانستان دبیارغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جان سپکو زیاته کړې ، دغې ادارې له تیرو یولسو کلونو سره اړونده دوسیې سپړلی او له یوسل شپږ ویشت میلیارډ ډالری بودجې څخه ئې دوه پنځوس میلیارډ او اوه میلیون ډالرو سره اړونده د غه اطلاعات او احصائې ئې معلومې کړی دی چې دافغانستان له بیا رغاونې سره اړوندیږی .
په افغانستان کې د دومره ډیرو پیسو نغراک او بې درکه کیدا په داسې حال کې ده چې امریکا په دغه هیواد کې په پراخ شتون سره دافغانستان په حکومتی اورګانونو او چارواکو کې ډیر زیات نفوذ لری . او د دغه هیواد په مالی اواداری فساد کې په ککړتیاؤ کې غوره رول لوبوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي