برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

داعش ډلې فعالیتونه

آریانانیوز: دفاع وزارت وایی چی دغه هېواد کې داعش ډلې فعالیتونه پخوا پرتله کمزوری شوي.



د دغه وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف رسنیو ته په دی اړه وویل چې دا ډله د ننګرهار او کونړ په ځینو سیمو کې لا هم فعالیت لری، خو وایی چې په نورو سیمو کې د افغان امنیتی ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ځپل شوې ده.
ده زیاته کړه:
“چون دا یوه بهرنۍ پدیده ده، په افغانستان کې د دوی ځای نشته، له دوی سره د خلکو ملاتړ نشته، دوی په جوزجان، زابل او کندهار کې محوه شول، اوس هغوی په یوه کمزوری وضعیت کې دی او موږ کوښښ کوو چې ختم شی.”
د افغانستان دفاع وزارت تر دې څرګندونو یوه ورځ دمخه په افغانستان کې مېشت د امریکا یوه استخباراتی چارواکی ویلی وو چې داعش ډله له افغانستانه لوېدیځ په تېره بیا امریکا ګواښی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي