برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

داعش ډلګی د چارواکو له لوري تمویلېږي

آریانانیوز: د جوزجان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وايي، ددې ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې ځايي چارواکي د داعش ډلې په تمویل او تجهیز کې لاس لري



سلام وطندار راډیو د قوش تپې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له خولې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، لیکي « د قوش تپې ولسوالۍ د پولیسو مشر عزت الله وردم په دې ولسوالۍ کې د داعش د تمویل او تجهیز چارې په غاړه لري».
د سرچینې په خبره، داعش ډله په خپل تمویل او تجهیز سربېره د خپلو جنګیالیو تشه هم د پولیسو او اربکیانو له منځه پوره کوي.
د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښنه لري چې که د داعش ډلې له تمویل لاس وانخستل شي ددې ولسوالۍ امنیت به ورسره نور هم خراب شي.
دا لومړی ځل نه دی چې حکومت د داعش ډلې په ملاتړ او لاسنیوي تورنېږی، تر دې وړاندې هم دولسي جرګې د غړو په شمول د حکومت دننه او بهر ګڼو چارواکو او فعالانو حکومت ددې ډلې په لاسنیوي تورن کړی.
په ورته وخت کې حکومت داسې مهال د داعش ډلې په ملاتړ تورنېږي چې، د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو اووم دور رانږدې شی او تمه ده دواړه لوري له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو او له افغانستان څخه د داعش په شمول د ټولو هغو ډلو د مخنیوي په تړاو چې امریکا یې ځان ته خطر بولي توافق ته ورسېږي.
د شنونکو په خبره؛ په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه پښې سپکوي ا وطالبانو ته له افغانستان څخه نړۍ ته د خطر نه پېښېدلو مسئولیت ور تر غاړې کېږي، د حکومت او امریکا له لوري د داعش ډلې تمویل د طالبانو او ګاونډیو هیوادونو د وېرولو او په مذاکراتي مېز کې په طالبانو باندې د فشار واردولو په موخه ترسره کېږي.

شریک یي کړئ!