برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

داعش ترهگری ډلګی یولس تنه هلاک شول

آریانانیوز: د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، تېره شپه د دغو ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش پر یوه مرکز د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات شوي چې په پایله کې یې د دغې ترهګرې ډلې د نظامي مسول او یوه قومندان به ګډون ۱۱ تنه غړي وژل شوي دي.



د راپورونو له مخې په وژل شوو کسانو کې د چپرهار لپاره د داعش نظامي مسؤل ډاکټر بلال، مهم قوماندان قاري نجیب مشهور په ابوبکر شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، په عملیاتو کېد داعشیانو یو مرکز چې په کې د شپې دوربین، ۹میله کلاشینکوف،۵۰ شاجورونه، ۱۱ پرتلې، لاسي بمونه، مخابرې، د داعش مهم اسناد، چاودیدونکې او نور توکې وو، هم لمنځه وړل شوي دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي