برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حامد کرزي د «لوی ملي ائتلاف» ملاتړ

آریانانیوز: د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې نوموړي د پنجشنبې ورځ کې د ملي ائتلاف په نوم حرکت یو نېک ګام او د یووالي هڅه بللې ده.



خبرپاڼه زیاتوي، حامد کرزی د سیاسي ګوندونو، د خلکو د شوراګانو، مدني ټولنو او ولایتي استازیو په ګډون د دې لوی ائتلاف هرکلی کوي او د رڼو ټاکنو او د خلکو تر منځ د دوی د هڅو کلک ملاتړی دی.
وړمه ورځ پلازمېنه کابل کې د جنبش او جمعیت په ګډون ځینو ګوندونو د «لوی ملي ائتلاف» د یو حرکت اعلان وکړ او پر حکومت يې نیوکې وکړي چې د ګوندونو حقونه يې تر پښو لاندې کړې دي.
د شنونکو په باور په دې ائتلاف کې را ټولې څېرې او د دوی دا ډول ائتلافونه د ولس کوم درد نه شي دوا کولی.
د دوی په باور اصلا د دغه ډول مصنوعي ګوندونو مصلحتي ایتلافونه د هیواد د روان کړکیچ د لا بحراني کیدو په خاطر د امریکایانو هغه توطیه ده چې غواړې د هغې په ترڅ کې خپلو نویو اجرتي عناصرو ته تبارُز ورکړي.
د نن ټکی اسیا سرمقاله کې هم د دې ائتلاف پر «ملي» کېدو شک ښوودل شوی او واضح کړې يې ده: «که چیري یاد ایتلاف واقعا هم لکه دوئ چې ورباندې نوم ایښی د افغانستان د ولس لوی ملي ایتلاف وای نو باید ایتلافیانو یې په خپلې پرانیستونکې غونډې کې په کندوز، ننګرهار، خوست ، لوګر او پکتیا کې د هغو په سلګونو بیوزله ولسي وګړو پوښتنه کړې وای چې په تیره یوه میاشت کې د امریکایانو لخوا په بیرحمي سره ووژل شول.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي