برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په جلګه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله غندل

آیانانیوز: حامد کرزي ویلي چې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د ملکي وګړو وژل کېدل جګړه اوږدولی شي او دا د جګړې اصلي لامل دی.


دده په وینا ملکي وګړي د جګړې قربانیان دي، خو د حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري ددوی پر کورونو بریدونه او غیر قانوني شپني عملیات د عقدو سبب ګرځي.
هغه د وردګو ولایت په جیلګه ولسوالۍ کې د وړمې شپې برید په کلکو ټکو غندلی دی او د ورته پېښو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
د پخواني ولسمشر په خبره حکومت اړ دی، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته اړین او عملي تدابیر ونیسي.
ده د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې په دې حساسو شرایطو کې دې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.
دده په وینا د خبرو او مذاکراتو پر مټ افغان جګړه ختمېدلی شي، نو څومره ژر چې کېږي ښکېل لوري دې دا حقیقت درک کړي.

شریک یي کړئ!