برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اوسني وضعیت کې ټاکنې کړکېچ رامنځته کوونکې دي

آریانانیوز: د مخکني ولسمشر د دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې رارونې ټاکنې به، افغانستان د یوه ژور سیاسي او ټولنیز کړکېچ سره مخ کړي
په هغو انځورونو کې چې له دغې غونډې د ښاغلي کرزي د دفتر له خوا طلوع نیوز ته رسېدلي دي ځينې سیاسي او جهادي څېرې، له هغې ډلې یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، عطامحمد نور، رنګین دادفر سپنتا او همدارنګه د طالبانو پخوانی غړی اغاجان معصتم هم لیدل کېږي
په دغې اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې اوسني شرایط، د ټاکنو پلان چې د افغانستان د خلکو د هغه مشري نه کوي او د افغانستان د خلکو د ازاده ارادې وار له مخې شرطونه شتون نه‎لري، د هېواد ټاکنې موږ د یوه ژرو سیاسي او ټولنیز کړکېچ په لور کاږي او د سولې له داعیې سره هم مرسته نه شې کولای
د دغې اعلامیې پر بنسټ، روان امنیتي وضعیت، د افغانستان د خاورې پر مهمو برخو د حکومت نه کنټرول او همدارنګه عملاً د عیني ګډون د زمینې نشتون، د ډېرو خلکو لپاره په افغانستان کې د عمومي او ټول شموله ټاکنو د نه ترسراوي نښه ده
په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر جوړونکو او پلانونکو د افغانستان د خلکو د پراخ اعتماد نشتون او د ټاکنو پر پراخې مهندسۍ د خلکو ژور باور د دې بل لامل دی. له دي امله د افغانستان خلک له نه لېوالتیا او جدي اندېښنې سره ټاکنو ته ځي او موږ هم په دغې اندېښنه کې د افغانستان له خلکو سره په ژوره توګه شریک یوو
د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«د سولې بهیر ته پاملرنه باید ونه ځنډول شي بلکې باید ټوله پاملرنه او هم ځان باید د سولې ټینګښت او په هېواد کې د وینې تویولو ته متوجه کړو. موږ بشپړ یقین لرو چې ټول سیاستوال او وطن پال او د سولې غوښتونکي انسانان زموږ دغه غږ ته به لیبک ووايي.»
دغه اعلامیه د سولې بهیر پيل لپاره لاندې ټکي وړاندیز کوي
د سولې بهیر باید یو روڼ، ملي، افغانستان شموله او د افغانانو په مشرۍ هغه وي
سوله به ټینګه نه شي، خو دا چې افغان شموله او د افغانستان دولت پلاوی، د طالبانو له تحریک سره ژر تر ژره په نېغه خپلواکه توګه خبرې پیل کړي
دا پلاوی باید د افغانستان د ټولو خلکو په استازيتوب او د سولې د ټینګښت لپاره له یوه ملي دریځ سره خبرې اترې پیل کړي
د افغانستان طالبانو ته هم بلنه ورکوو چې له ملي او د افغانستان د خلکو ټول شموله او دولت پلاوي سره په مستقیمه توګه خبرې پیل کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې درول شوی بهیر باید ژر تر ژره بیا پیل او د افغانانو ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره لار هواره شي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پيل باید روڼ وي او د افغانستان خلک باید له ټولو مسایلو چې د هغوی له برخلیک سره تړاو لري، بشپړ خبرتیا ولري
تلپاتې سوله لکه‎څرنګه چې دننه په هېواد کې یو ملي اجماع جوړېدو ته اړتیا لري، باید له سیمه ‎ییزې او نړیوالې اجماع هم برخمنه وي
موږ له خپلو ګاونډیو، سیمه‎ییزو هېوادونو او سترو ځواکونو غواړو چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت په چاره کې د نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې نه یوازې همکار شي بلکې د سولې او ثبات تضمین کوونکو هېوادونو په توګه له موږ سره متحد شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي