برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني په رسمي سفر ازبکستان ته ولاړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د سولې، امنیتي همکارۍ او دوه اړخیزو سیمه ییزو همکاریو په اړه د تاشکند بین المللي کنفرانس کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ.


جمهوررئیس غني به د دغه سفر په ترڅ کې په یاد کنفرانس کې پرګډون او وینا سربېره د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

همداراز به جمهوررئیس د دغه کنفرانس په څنډه کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني او په یاد کنفرانس کې د ځینو هېوادونو ګډون کوونکو استازو سره کتنې ولري.

د هېواد جمهوررئیس سره په دی سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د زیربناو په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار همایون قیومي، د سولي عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی، د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر، د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند رئیس باتور دوستم، د جمهور رئیس سلاکاران فضل محمود فضلي، شهرزاد اکبر او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د ستراتيژیکو چارو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.

شریک یي کړئ!