برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني: نن موږ د سیمه ییزې ناامنۍ او پر افغانستان د تپل شوي جنګ د سوله ییز حل په لور د خپل سفر دویمه برخه له دې ځایه پیلوو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ازبکستان دولت په کوربه توب جوړ شوي د سولې پروسې، امنیتي او سیمه‎ییز اتصال په برخو کې د همکارۍ په اړه تاشکند بین المللي کنفرانس کې، ګډون او وینا وکړه.


په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د زیات شمېر هېوادونو او بین المللي سازمانونو لوړپوړو مقاماتو حضور درلود، په پیل کې د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف جمهوررئیس غني، ورسره پلاوي او د ګډونوالو هېوادونو مقاماتو او لوړ پوړو پلاویو ته د هرکلي ترڅنګ وویل، دا کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د بین المللي ټولنې د منطقي کوښښ دوام او د افغانستان او ازبکستان ګډه هڅه ده.

هغه زیاته کړه: بشپړ باور لرم چې نن موږ کولای شو د سیمې او نړۍ په حادې ستونزې یعنې په افغانستان کې د جنګ په اړه رغنده بحثونه وکړو او د دې ۴۰ کلنې جګړې د پایته رسولو په خاطر یوه ګډه حل لاره ومومو.

میرضیایف وویل، د جګړې اور له بهره د افغانستان پر خلکو تپل شوی، دا د دوی انتخاب نه دی. د جګړې په کلونو کې سلګونه زره سوله خوښي انسانان، قرباني او مهاجرت ته اړېستل شوي دي.

د ازبکستان جمهوررئیس څرګنده کړه: د افغانستان خلک له جنګ، ستونزو او محرومیت نه ستړي شوي دي، غواړي او هڅه کوي چې دا دښمني پایته ورسېږي او په خپل هېواد کې سوله‎ییز او هوسا ژوند وکړي.

هغه وویل، زه بشپړ باور لرم چې افغانان د پوهې او مېړانې وړتیا لري او د دې لایق دي چې نوی سوله‎ییز ژوند پیل کړي او له هغه څخه په استفادې د خپلو کوچنیانو او راتلونکي نسل د نېکمرغۍ لپاره کوښښ وکړي.

میرضیایف څرګنده کړه: هغه دولتونه او لوړپوړي مقامات چې په دې بین المللي کنفرانس کې حضور لري، کولای شي او باید په افغانستان کې چې له زیاتې مودې راپدېخوا له جګړې رنځېږي، د سولې د ټینګښت لپاره ټاکونکی رول ولوبوي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانیو تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې وویل، نن ازبکستان او افغانستان نږدې سیاسي، سوداګریزې، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لري.

د ازبکستان جمهوررئیس وویل، د افغانستان امنیت د ازبکستان امنیت دی چې دغه امنیت د سیمې، مرکزي او جنوبي اسیا د ثبات او هوساینې محور دی. هغه زیاته کړه: موږ باید بین المللي تروریستانو ته د دې اجازه ورنکړو چې افغانستان په خپل امن پټنځای بدل کړي.

میرضیایف د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د سولې په خاطرد دې هېواد د هڅو ملاتړ وکړي او په ټینګار یې وویل چې د بین الافغاني سولې پروسه دې نه ځنډېږي، ځکه د دې پروسې ځنډېدل د زیاتو افغانانو د وژل کېدو لامل ګرځي.

هغه د افغانانو په مالکیت پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ، وې ویل: زه باور لرم دا کنفرانس چې رغنده بحثونه په کې کېږي او دغه راز به د تاشکند اعلامیې خپرېدل د افغانستان د سولې په برخه کې مثبتې عملي پایلې ولري او د افغانستان د سولې د پروسې لپاره نقشه هم ترسیموي.

وروسته جمهوررئیس غني د ازبکستان دولت له کوربه‎توب څخه د مننې ترڅنګ وویل، نن د دې لپاره راټول شوي یوو چې موږ ته ګډ ګواښ متوجه دی او د دې غونډې موخه هم د دې ګډو ګواښونو له منځه وړل دي.

محمداشرف غني دېته په اشارې چې تروریستي ډلې له یوه بل سره تړاو او ګډې موخې لري وویل: په افغانستان کې د داعشیانو شمېر تر ۲۰۰۰ کم دی. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د هغوی پر وړاندې جنګېږي او تر زرو زیات داعشیان یې چې تر ډېره یې د ننګرهار او کونړ په ولایتونو کې فعالیت لرلو، لمنځه وړي دي. په تېرو دوو اوونیو کې افغان ځواکونو د دې ګډو ګواښونو د لمنځه وړلو په خاطر مؤثر عملیات کړي دي.

جمهوررېیس غني څرګنده کړه: که د تروریستي بریدونو موخه دا وي چې موږ سولې ته له رسېدو څخه راوګرځوي، نو دوی باید په دې پوه شي چې خپل هدف نشي ترلاسه کولای. هغه زیاته کړه، له تروریزم سره د مبارزې په ډګر کې افغانانو سترې قربانۍ ورکړي دي او دا مبارزه په یوه هېواد پورې نشي محدودېدای. زموږ ښوونځي او تاسیسات ویجاړ شوي، خو له دې ګواښونو سره سره زموږ اراده د هغو د لمنځه لپاره پیاوړې ده.

د هېواد جمهوررئیس وویل: له تاسې د بین المللي ټولنې ټولو رهبرانو څخه چې دلته تشریف لرئ او د سولې لپاره راتلونکي ګامونه اخلئ، مننه کوم او د دې مشترکې ستونزې د حل په خاطر ستاسې رهبري او ژمنتیا حیاتي ده.

جمهوررئیس غني د کابل پروسې ناستې بریالۍ ترسره کېدو ته په اشارې وویل، نن موږ پر افغانستان د تپل شوي جنګ او سیمه‎ییزې ناامنۍ د سوله‎ییز حل په خاطر د خپل سفر دویمه برخه له دې ځایه پیلوو، ترڅو د سولې لپاره یوه سیمه‎ییزه اجماع رامنځته کړو.

د هېواد جمهوررئیس د سیمه‎ییزه اتصال ارزښت په ځانګړي ډول د ټاپې، کاسا زر، چابهاربندر او نورو مهمو سیمه‎‎ییزه سترو پروژو په اړه خبرې وکړې وې ویل، موږ پرېکړه کړې چې په تېرو ستونزو بریالي شو او له خپلو سیمه‎ییزه شریکانو او ګاونډیانو غواړم چې د امنیت او هوساینې د مشترکې داعیې په خاطر له موږ سره یوځای شي.

هغه څرګنده کړه، سیاسي، اقتصادي راتلونکی، سوله او ثبات او دغه راز د هغې سیمې پراختیا چې ژوند پکې کوو، مشترک دي، دا فرصتونه نادر دي او باید استفاده ترې وشي.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، آیا موږ دې د تېر بندیان اوسو او یا په خپلې وړتیا د راتلونکي پر لور مخته ولاړ شو، که چېرې موږ وروستۍ موضوع انتخاب کړو، پایله به یې زموږ ټولو په ګټه وي او دې ته د رسېدو په خاطر موږ ليدلوري، رهبرۍ او مدیریت ته اړتیا لرو.

جمهوررئیس د ګډو ګواښونو په اړه هم خبرې وکړې وې ویل: زموږ دولت له تروریزم سره د مبارزې او د سیمه‎ییز او نړیوال امنیت څخه د دفاع په لومړۍ کرښه کې قرار لري.

محمداشرف غني ګډې سولې او هوساینې ته د رسېدو په خاطر د یاد کنفرانس ګډونوالو ته وړاندېز وکړ، د همکارۍ ګټې باید تقابلي ګټې لېرې کړي.

جمهوررئیس د کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل، د خپل نفوذ او قدرت څخه په استفادې دې د بین الافغاني سولې پروسې ملاتړ وکړي او زیاته یې کړه د دولت په دولت اړیکو له لارې دې له سرحدونو ورهاخوا د تروریستي او جرمې ډلو پر ضد د سیمه‎ییزې همکارۍ میکانیزم پراخ کړي او په ګډه دې د پانګونې لپاره د همکارۍ چوکاټ، ستره پایداره برنامه او د سیمه‎ییزه اتصال پروژه رامنځته کړي.

دغه راز جمهوررئیس غني له هغوی وغوښتل له افغانستان سره دې په هغو مسایلو کې چې د تلپاتې سولې لپاره مهم دي لکه د وسلوالو مخالفینو ادغام، د مهاجرینو بېرته راستنېدنه، پایداره ټولیزه پراختیا، فرهنګي او روزنېزه برخو کې همکاري وکړي.

د هېواد جمهوررئیس د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو او د ۲۰۱۹ کال د جمهوري ریاست ټاکنې خپل کاري لومړیتوب وباله وې ویل، د رای ورکولو کارتونه باید د مرمۍ ځای ونیسي او د یوه عمده مېکانیزم په څېر دې د تګلوري او برخلیک د معلومولو په توګه ترې استفاده وشي.

وروسته د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني خبرې وکړې وې ویل، د نن کنفرانس په افغانستان کې له لسیزو جګړو او بدبختیو وروسته د سولې د ټینګښت لپاره ښه فرصت دی. موږ په دې باور یوو چې د افغانستان راتلونکی افغانانو او د دوی رهبرانو پورې اړه لري او موږ بین المللي او اروپایي ټولنه د دې پر وړاندې ستر مسوولیت لرو.

هغې زیاته کړه د بین الافغاني سولې پروسې بین المللي ملاتړ او د افغانانو تر رهبرۍ او مالکیت لاندې مجدد ادغام په افغانستان کې د سولې او رنسانس شرایطو د ایجاد لپاره یواځینۍ لار ده.

مېرمن موګریني په بروکسل کنفرانس کې د اروپایي اتحادیې او بین المللي ټولنې د ژمنو او کابل پروسې د غونډې په اړه هم معلومات ورکړل وې ویل، اروپایي ټولنې له کلونو راپدیخوا په دې سیمه کې د سرحدونو د مسیر په برخه کې همکاري کړې او د سرحدونو د ګډ مدېریت برنامې ملاتړ یې کړی دی.

هغې وویل: د جمهوررئیس غني د سولې وړاندېزونه باید ضایع نشي او طالبان باید په دې برخه کې خپل تصمیم ونیسي او خپله مېړانه دې ښکاره او د سولې د ټینګښت لپاره دې له دې چانس استفاده وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې وویل، دا ټولنه له ټولو شته امکانانو، اقتصادي او ډیپلوماټیکو همکاریو او تخنیکي مرستو نه په استفادې د سولې پروسې ملاتړ کوي. هغې ټینګار وکړ چې موږ د تقابل او جنګ لپاره نه، بلکې د همکارۍ لپاره تل چمتو یوو.

نوموړې په دې ټینګار چې اروپايي ټولنه به د سولې په هر پړاو کې د افغانستان ترڅنګ وي، وویل: نن زما پیغام د هغو لپاره چې اوس هم جنګ ته دوام ورکوي واضح دی، د جمهوررئیس غني وړاندېز ته لبیک ووایئ، د خبرو او مجدد ادغام لار ولټوئ او د سولې مېړانه وکړئ. که چېرې تاسې دا مېړانه ترلاسه کړه، اروپایي ټولنه به په سیمه کې د خپلو شریکانو او نړیوالې ټولنې سره یوځای له تاسې سره مرسته وکړي، ترڅو سوله بېرته افغانستان ته راولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي