برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تېره میاشت کې ۲۶۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي

آریانانیوز: په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په نوم ډله وايي، تېره میلادي میاشت کې ۲۶۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.


د دې ډلې د راپور پر اساس د وژل شویو تر څنګ د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ۵۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې په تېره میاشت کې د وړمې میاشتې په پرتله ملکي مرګ ـ ژوبله ډېره شوې ده.
د دوی په وینا جولای میاشت کې په ۲۳ ولایتونو کې ۲۳۲ تنه وژل شوي و او ۳۱۳ نور ټپیان و.
د راپور چمتو کوونکو د داعش له لوري په کابل کې پر موعود ښوونیز مرکز او پکتیا کې پر یو مسجد د خونړيو بریدونو ملکي تلفات هم پر طالبانو حساب کړي او ويلي يې دي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د ملکي تلفاتو د پړې ډېر مسؤلیت د طالب سرتېرو پر غاړه دی.
په تېره میلادي میاشت کې د جګړې پنځه ورځنۍ جګړه هم شامله ده، چې که څه هم دولتي سرچینو پکې د پراخې ملکي مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی و، خو ځايي اوسېدونکي ورته نظر نه لري.
د غزني ښار اوسېدونکي وايي چې په خشک او پښتون اباد کلیو کې د بمبار له امله جلا جلا ۱۸ او ۱۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي، خو د ښار په کوڅو کې په جګړه کې د جګړې دواړو اړخونو ته درانه تلفات اوښتي، ملکي دومره نه و، لکه دولتي سرچینو چې يې یادونه کوله.
په هېواد کې د مخامخ جګړې په ترڅ کې د تلفاتو تر څنګ ملکي وګړو ته ډېری تلفات د هوايي بریدونو له امله اوښتي، چې د ټرمپ د ستراتېژۍ متمرکزه برخه جوړوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي