برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترافیکي پیښه کې نژدې پنځوس تنه مړه او ژوبل شول

آریانانیوز: د کندهار- هرات پر لویه لاره یوځل بیا خونړۍ ترافیکي پیښه رامنځ ته شوي چې له کبله یې لږ تر لږه 16 کسان وژل شوي او تر 35 پوري ټپیان دي.


ویل کیږي چې 304 ډوله بس موټر نن سهار د بکوا ولسوالۍ په پوزک نومي (سیمه) کې د یوه ټیلر سره جنګیدلی دی.
د فراه ولایتي چارواکو بي بي سي ته ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د چارواکو په وینا، د پيښې 14 ټپيان- چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه و؛ د درملنې په موخه کندهار ته لیږدول شوي دي.
باید وویل شې چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې خصوصاً د کابل هرات پر لویه لاره دا ډول دردوونکي پیښه رامنځته کیږي، بلکي تر دې وړاندي هم په ځلونو دا ډول ترافیکي پیښو د بې شمېره خلکو ژوند اخیستی.
چې لامل یې د موټرچلوونکو نشي کول، ناتجربګي، د خلکو له ژوند سره نه احتیاط ، د سړک خرابي او په ټوله کې د موټر مالکانو او چلوونکو نه تعقیب او د هغوی نه مجازات کول، هغه څه دي چې دا ډول خونړۍ پیښې یې یوه عاده چاره ګرځولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي