برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تجارتي مالونو لمړۍ جوپه چابهار بندر له لارې هند ته

آریانانیوز: د افغانستان شاوخوا ۷۵۰ ټنه تجارتي مالونه له زرنج ښار څخه چاه بهار او له هغه ځایه هند ته واستول شول.


ولسمشر غني په‌دې مناسبت مراسمو کې په خپله وینا کې وویل، چابهار له نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي تړون لاره ده:هرڅه چې له افغانستان صادرېږي، د افغانستان سلګونه کلي او میلیونونه وګړي له نړۍ سره وصلوي. اقتصادي ژبه د وصل ژبه ده.
چابهار د افغانستان لپاره نړیوالو اوبو ته د رسېدو تر ټولو نېږدې او ارزانه لار بلل کېږي.
ارګ په يوه بیان کې وویل چې ولسمشر غني به د افغانستان د تجارتي مالونو د لومړۍ جوپې د استولو په مراسمو کې پر ګډون سربېره په مرکز زرنج کې د ولسونو، ديني عالمانو، ځوانانو، ښځو او سوداګرو له استازو سره هم وګوري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي