برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بهرنیو موسسو دافغانستان ۲۸۰ میلیونه ډالره غلا کړی

آریانانیوز: د افغانستان دبیا رغونې (Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction)په چارو کښې د امریکا ځانګړی پلټونکی جان سوپکو اعتراف وکړ دوه سوه اتیا(۲۸۰) میلیونه ډالره چې په افغانستان کښې دښځو په چاور د غور لپاره بیل شوی وو دبهرنیو موسسو لخوا غلا شوی.



هغه وویل دغه ۲۸۰ میلیونه ډالر تر ۲۰۲۲ میلادی کال د افغانستان د ۷۵۰۰۰ میرمنو د پیاوړی کولو لپاره بیل شوی وو خو د پروموټ(promote) په نوم د پروګرام د کارکونکو لخوا غلا شوی دی .
د افغانستان دبیا رغونې په چارو کښې د امریکا ځانګړی پلټونکی جان سوپکو وویل د سلګونو میلیونو ډالرو له لګښت سره سره په افغانستان کښې د ښځو دپیاوړی کولو په برخه کښې هیڅ دپام وړ فعالیت نه دی ترسره شوی .
حاضردمه دافغانستان د میرمنو د حالت د ښه کولو لپاره د بهرنیو هیوادونو لخوا څه دپاسه پینځه سوه(۵۰۰)پروژې د اجرا په حال کښې دی خو د هیواد میرمنې اوس هم له ډیرو مشکلاتو سره مخ دی .
د وحید مژده او د عتیق الله امرخیل په شمول دافغانستان د سیاسی مسائیلو کارپیژاندی باوری دی په دغه هیواد کښې بهرنیو موسسو د کابل د حکومت د حساب کتاب د نه کیدا په دلیل له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په میلیارډونو ډالره مرستې غلا کړی دی .
له دې مخکې هم ځینو رسنیو د افغانستان د انرژۍ په برخه کښې دخارجی موسسو لخوا د کابو څلور(۴) میلیارډه ډالره د غلا کولو خبر ورکړی وو .
دم ګړۍ ۲۳۷۶ داخلی او ۲۷۹ خارجی موسسې په افغانستان کښې فعالیتونه کوی .

شریک یي کړئ!