برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

امریکا کې د افغان کډوالو نامعلوم برخلیک

په تیرو دوو کلونو کې په زرګونو افغانانو چې په متحده ایالاتو کې یې د پناه غوښتنه کړې، د دایمي استوګنې برخلیک نامعلوم دی.


د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اعلان کړی چې په تیرو دوو کلونو کې د افغان پناه غوښتونکو په شمیر کې (۱۹ زره) د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تر دې مخکې په امریکا کې د پناه غوښتونکو افغانانو شمېر لسګونو او سلګونو ته رسېده.

له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د امریکا متحدو ایالتونو له زرو څخه کمو افغانانو ته پناه ورکړې ده.

د افغان کډوالو د پام وړ زیاتوالی د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکا د افغان همکارانو د ایستلو له بهیر سره مستقیم تړاو لري.

هغه افغانان چې په قطر، جرمني او نورو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډو ته د ایستلو په بهیر کې لېږدول شوي وو، له لومړنیو امنیتي او روغتیايي معایناتو وروسته د بشري موقتي استوګنې د پروګرام په چوکاټ کې امریکا ته داخل شول.

د امریکا د کورني امنیت وزارت چې د دغه هیواد د مهاجرت او تابعیت خدمتونه څارنه کوي، د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې یې اعلان وکړ چې ۷۲۵۰۰ افغانان په متحده ایالاتو کې د محافظتي موقتي استوګنې پروګرام له لارې ثبت شوي او دوی ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۲۰مې په متحده ایالاتو کې د ژوند او کار کولو اجازه ورکړل شوې ده.

خو دغه وزارت د روان کال په سپټمبر میاشت کې وویل، د دغو افغانانو د اوسیدو او کار اجازه یې د ۲۰۲۵ کال تر می پورې غځولې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي