برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکایانو ۱۹ اربکیان ووژل

آریانانیوز: د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې امریکایانو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۹ تنه يې ځای پر ځای ووژل.


ځايي سرچینې وايي چې پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په حاجي جنګ اغا سیمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې طالبانو د اربکیانو یوه پوسته ونیوله.
طالبانو هم د پېښې پخلی کړی او د پورته وژل شویو کسانو تر څنګ يې ویلي، چې ۱۶ اربکیان د دوی په برید کې هم وژل شوي دي.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دا په روانه اوونۍ کې پر افغان عسکرو د امریکایانو دویم هوايي برید دی.
درې ورځې وړاندې چې د غزني جګړې ته د مرستې په هیله امریکايي او افغان عسکر ګډ له میدان وردګو ولایت تېرېدل د طالبانو پر کمین واوښتل.
په جګړه کې د امریکايانو درې ټانګونه د بمونو خوراک شول، چې طالبانو پکې د ۱۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړ، له همدې سره جوخت دې کتار ته مرسته راغلي هوايي ځواک د پولیسو پوسته په نښه کړه او اته تنه عسکر يې پکې ووژل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي