برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکایانو هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

آریانانیوز: د پکتیا په څمکنیو کې ځايي چارواکي وايي بهرنیانو په هوايي برید کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې.



د څکمنیو ولسوال عید محمد احمدزی وايي بهرنیانو په نوزي دره کې بمبار وکړ، چې په پایله کې يې لس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او درې نور وژل شوي دي.
هغه وايي په ټپیانو کې ګڼې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
د پکتیا ولایتي چارواکو او دلته مېشتو بهرنیانو لا په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د څکمنیو ولسوال په سیمه کې د طالب سرتېرو د موجودیت په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه امریکایانو په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم لس تنه ملکي وګړي ووژل.
امریکایانو په شپنیو عملیاتو کې د شیرزادو په پټیلاو سیمه کې ګڼ کورونه لوټ کړي او لس تنه يې وژلي دي.
تر هغه دوه ورځې وړاندې شیرزادو ته څېرمه د خوږیاڼو په وډیسار کې امریکایانو او افغان عسکرو ۱۶ ولسي وګړي ووژل او څلور نور يې ټپیان کړل.
نږدې یوه اوونۍ وړاندې هم په خوږياڼو کې یو روغتیايي مرکز د حکومتي ځواکونو له لوري په راکټو وویشتل شو، چې د ننګرهار ځايي ادارې يې هم پخلی وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي