برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکایانو د ملا امام په ګډون څور ملکي وګړي ووژل

آریانانیوز: میدان وردګو ولایت کې امریکايي عسکرو د داخلي عسکرو په ملتیا د ملا امام په ګډون څلور تنه ولسي وګړي وژلي او څلور نور يې له ځان سره وړي دي.



پېښه تېره شپه د چک ولسوالۍ په ادم خېلو او ناله سیمو کې شوې ده، چې د ځاني زیان تر څنګ يې مالي زیان هم اړولی دی.
ځایي سرچینې وايي په دې شپنیو عملیاتو کې د مولوي ولی الله په ګډون څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور يې ژوندي وړي دي.
په دې عملیاتو کې بهرنیو او کورنیو عسکرو د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړې، موټرې او موټرسایکلونه يې سوځولي او ځينې قیمتي شیان له ځانو سره وړي دي.
د میدان وردګو ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو د پېښې پخلی کړی او خواشیني يې ښکاره کړې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د جنایت تر سرلیک لاندې لیکلي: «تیره شپه د میدان وردګو چک ولسوالۍ ادم خیلو اوناله سیمو کې امریکایي اشغالګرو او غلامانو یې د کورونو دروازې یې ماتې کړې، قیمتي اجناس یې چور کړي، شخصي موتر سایکل یې سوځولي، د مسجد د امام مولوي ولی الله صاحب په شمول یې۴کلیوال شهیدان کړي او ۴ نور یې له ځان سره وړي.»
میدان وردګ چې تر دې وړاندې هم د خونړیو ملکي مرګ‌ژوبلې شاهد پاتې شوی، تېره میاشت هم جغتو ولسوالۍ کې بهرنیو او کورنیو عسکرو د یوې کورنۍ دوولس غړي ووژل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي