برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

امريکه د افغانستان د خلقو د ټولو مشکلاتو عامله ده

د افغانستان د حزب رفاه ملي مشر امريکه، برطانيه او د دوي انډيوالان د افغانستان د جنګ، ناامنۍ او ټولو مشکلاتو عاملان وبلل.

محمد حسن جعفري زمونږ له رېډيو سره په مرکه کښې وويل: نن زياتره خلق دې نتيجې رسېدلي دي چې د ترهه ګرۍ، جنګ، فساد او په کلي توګه د افغانستان د ټولو مشکلاتو عاملان بهرنيان په تېره بيا امريکايان دي، ځکه چې هغوي د افغانستان د خلقو په کورنيو چارو او برخليک کښې مداخلت او له ترهه ګرو څخه ملاتړ کوي.

دغه افغان سياسي فعال په افغانستان کښې د امريکې په موجودګۍ باندې په نيوکې سره زياته کړه، که امريکايان په رښتيا له ترهه ګرو سره په جنګ ريښتيني وې نو په افغانستان کښې ولې ترهه ګرو موجود دي او جنايتونه کوي.

د افغانستان حزب رفاه ملي مشر وويل: داعش ترهه ګره ډله او همدارنګ د طالبانو ډله د نورو اوزار او وسيلې دي او خپله څه اراده نه لري او دا خارجيان دي چې دوي ته حکم ورکوي چې څه کار وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي