برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو شمېر زیات شوی دی

سیګار په یوه راپور کې ویلي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د اجباري ودونو ۵۷۸ پېښې ثبت شوي چې ۳۶۱ یې د کم عمره ودونو اړوند دي.


سیګار په یوه راپور کې وايي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د نجونو جبري او کم عمره ودونه زیات شوي دي.

نن سیګار د ملګرو ملتونو په حواله یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې ۳۵ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې او ۱۷ سلنه یې ۱۵ کلنۍ ته له رسېدو مخکې ودونو ته اړې شوې دي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ تر منځ د اجباري ودونو ۵۷۸ قضیې ثبت شوي چې ۳۶۱ یې د کم عمره ودونو اړوند وې.

تر دې مخکې د افغان ښځو د حقونو ملاتړو ځینو بنسټونو هم ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د دغې ډلې له خوا پر ښځو او نجونو محدودیتونه، په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو بندیز، د نجونو د اجباري او کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي