برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د خپګان د کچې زیاتوالی

د لوږې په وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د خپګان د اخته کسانو شمېر تر بل هر وخت زیات شوی دی.


له لوږې سره د مبارزې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ «سنبله ۱۵ مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان یو لوی شمېر خلک له څو کلنو جګړو، بې ځایه کېدو او لوږې وروسته په خپګان اخته شوي دي.

که څه هم دې ادارې د دغو کسانو کره شمېره نه ده وړاندې کړې، خو زیاته کړې یې ده چې د تېرو کلونو په پرتله د دوی شمېر ډېر شوی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې ادارې له ۱۳ کارکوونکو سره د دوه زره او ۶۰ تخصصي رواني درملنې لیدنې په ترسره کولو سره په دغه څانګه کې خدمات وړاندې کړي دي.

متخصصینو خپلو غیر حاضرو مراجعینو ته د ځان وژنې د مخنیوي په اړه ښوونه کړې ده.

په دې اعلان کې دا هم ویل شوي چې په دې موده کې شاوخوا ۶۰ سلنه زنګ وهونکي ښځې وې.

په ۲۰۱۸ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان د یوې څېړنې له مخې دوه میلیونه افغانان له رواني ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي