برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

افغانستان د نړۍ تر ټولو زیان منونکی هېواد بلل شوی

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو پنځو هېوادونو څخه دی چې ډېر کډوال لري او په نړۍ کې تر ټولو ډېر زیانمنونکي هېوادونه دي.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ افغانستان په نړۍ کې د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې اعلان کړی، چې ډېر کډوال لري.

ملګرو ملتونو په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان، سوریه، میانمار، جنوبي سوډان او وینزویلا هغه هېوادونه دي چې په نړۍ کې د کډوالو ډېر نفوس لري.

له بلې خوا، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یادونه کړې چې دا پنځه هیوادونه په ځانګړي توګه افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې د نړۍ ترټولو زیان منونکي هیوادونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او د اقتصادي کړکېچ له زیاتېدو وروسته زرګونه کسان مهاجر شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي