برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان د راشد په مرسته بنګلدیش ته غاښ ماتوونکې ماتې ورکړه

آریانانیوز: د اسیا جام په وروستي ګروپ سیالۍ کې د بنګلدیش او افغانستان لوبډلې مخامخ وې چې افغانستان بنګلدیش ته د ستوري راشد خان په مرسته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او سیالۍ یې د ۱۳۶ منډو په ستر توپير وګټله.


په دغه سیالۍ کې راشد خان د اتل په څېر لوبه وکړه، چې لومړی یې په توپوهنه کې افغانستان له ستونزو وژغوره، بیا یې په زړه پورې ډګر ساتنه وکړه او وروسته یې په توپ اچونه کې هم خپله وړتیا ثابت کړه.
راشد خان چې وړمه ورځ یې خپله شلمه کلیزه هم ولمانځله په توپوهنه کې هغه مهال چې د افغانستان په ۱۶۰ منډو ۷ لوبغاړي وسوځېدل د ګلبدین نائب سره یوځای د ۹۵ چټکو منډو ملګرتیا وکړه او بنګلدیش ته یې ستر هدف وټاکه.
نوموړي په ۳۲ کمو توپونو ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې ۸ څلوریزې او ۱ شپږیزه په کې شامله وه، دده سره په دغه ملګرتیا کې ګلبدین نائب ۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، دې دواړو په وروستي ۵۵ توپونو ۹۵ منډې جوړې کړې او افغانستان یې تر ۲۵۵ ستر هدف ورساوه.
افغانستان لوبډلې چې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه خپل لومړي دوه لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل چې وروسته یې سوکه پېل وکړ، د شکیب الحسن په غوره توپ اچونه افغانستان په ۴۱ اورونو کې یوازې ۱۶۰ منډې جوړې کړې، خو وروسته د راشد او نائب هڅو هدف تر ۲۵۵ منډو ورساوه.
ددوی لخوا شهزاد ۳۷، شهیدي ۵۸، نائب ۴۳ او راشد ۵۷ منډې جوړې کړې، د بنګلدیش لخوا شکیب الحسن د ۴۲ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول، همدا ډول ابو حیدر د ۵۰ منډو په بدل کې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
په ځواب کې ځوان مجیب الرحمن یو ځل بیا د سر لوبغاړی وسوځاوه او سیال لوبډله یې له فشار سره مخ کړه، ورپسې افتاب عالم یوه او نائب دوه ویکټې وغورځولې، همدا ډول بنګلدیش لوبډلې ونشو کړای د راشد خان، نبي او مجیب پر مخ ودریږي او پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې.
ددوی لوبډلې په ۴۲.۱ اورونو کې یوازې ۱۱۹ منډې جوړې کړې، محمد الله ۲۷ او شکیب الحسن ۳۲ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې راشد خان په خپلو ۹ اورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول، همدا ډول مجیب او نائب هم ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، نبي، افتاب او رحمت ۱-۱ ویکټه واخیسته.
په پای کې افغانستان بنګلدیش ته د ۱۳۶ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه، راشد خان چې په هر ډګر کې د ستوري په څېر وځلید د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې د اسیا جام سوپر فور پړاو سیالۍ نن پېلیږي، چې افغانستان به د پاکستان سره، بنګلدیش به د هند لوبډلې پر وړاندې مخ کیږي، دواړه سیالۍ به د مازیګر ۴ بجې پېل کیږي.

شریک یي کړئ!