برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د راشد خان په زړه پورې توپوهنې افغانستان تر ۲۵۵ منډو ورساوه

آریانانیوز: د اسیا جام په وروستۍ ګروپي سیالۍ کې افغانستان بنګلدیش لوبډلې ته د راشد خان په زړه پورې پنځوسیزې د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه.



راشد خان او ګلبدین نائب په وروستي ۹.۱ اورونو کې ۹۵ په زړه پورې منډې جوړې کړې، چې له ۱۶۰ منډو څخه یې تر ۲۵۵ منډې ورسولې او بنګلدیش ته یې د ۲۵۶ منډو ستر هدف وټاکه.
د ۴۱ اورونو په تېریدلو سره افغانستان لوبډلې ۱۶۰ منډې جوړې کړې وې او ۷ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل، خو د راشد خان او ګلبدین نائب په ۵۵ توپونو د ۹۵ منډو د پام وړ توپوهنه وکړه.
راشد خان چې نن یې ۲۰مه کلیزه ولمانځله په ۳۲ توپونو د ۸ څلوریزو او ۱ شپږیزې په مرسته ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ورسره ملګري ګلبدین نائب د ۵ څلوریزو په مرسته په ۳۸ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې.
افغانستان لوبډلې له لومړۍ دوه ویکټو سوځېدلو وروسته سوکه پېل وکړ، چې وروسته یې ویکټې هم له لاسه ورکړې خو ود روستي توپوهونکو په مرسته بنګلدیش لوبډلې ته ستر هدف وټاکل شو.
د افغانستان لخوا محمد شهزاد ۳۷، احسان جنت ۸، رحمت الله ۱۰، حشت شهیدي ۵۸، اصغر افغان ۸، سمیع الله شینواري ۱۸، محمد نبي ۱۰، ګلبدین نائب ۴۲ او راشد خان ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د بنګلدیش لخوا شکیب الحسن ۴ لوبغاړي وسوځول، په ځواب کې مجیب الرحمن د بنګلدیش لوبډلې لومړی لوبغاړی په ۴م اور کې وسوځاوه، دوی تر دې دمه ۱۵ منډې جوړې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي