برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان وم، افغان یم او افغان به اوسم

آریانانیوز: د افغانستان ملي لوبډلې نامتو او سوکه توپ اچونکي راشد خان د پاکستاني رسنیو له پلوه له ډیرې مودې راهیسي پورې شوي تورونه په سخته ځواب کړل.


د اسیا جام پېل کېدو نه وروسته کله چې د افغانستان لوبډلې په لومړي پړاو کې د راشد خان په مرسته پرلپسې بریاوې خپلې کړې، او په دویم پړاو کې یې له پاکستان سره هیجاني، زړه بوږنونکې او سخته لوبه ترسره کړه، پاکستاني رسنۍ د افغان لوبغاړو په اړه بې باکي پېل کړه.
لومړی ځینو پاکستاني رسنیو خبرونه خپاره کړل چې د راشد خان کورنۍ، ورونه او ترونه په پاکستان کې ستر کورونه او بنګلې لري، او په پراخه کچه سوداګري هم کوي، وروسته یې یو ځل بیا د نوموړي په اړه خبرونه خپاره کړل چې نوموړی پاکستانی دی او د پاکستان هېواد تابعیت کارت لري.
راشد خان چې وړمه ورځ د اسیا جام څخه هېواد ته راستون شو، د خبریالانو پوښتنو سره مخ شو، نوموړي د پاکستاني رسنیو ټول تورونه بې معنا وبلل او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالی اوسیدونکی دی چې اوسمهال په جلال اباد ښار کې له خپلې کورنۍ سره استوګنه کوي.
راشد خان وویل په پاکستان کې اوسېدل د پاکستاني یا ددغې هېواد تابعیت اخیستلو په معنا نه دي، ډیر افغاني لوبغاړو په پاکستان هېواد کې د مهاجرت ژوند تېر کړی خو اوس بیرته خپل هېواد ته راستون شوي، نوموړي د ځان په اړه وویل چې درې کاله کیږي افغانستان ته راستون شوی، خو اوس یې هم دوه ورونه په پاکستان کې اوسیږي او خپله سوداګري پر مخ وړي.
راشد خان په اسیا جام سیالیو کې تر ټولو غوره توپ اچونکی و چې لس ویکټې يې ترلاسه کړي او همدا ډول یې د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې نیمه سلیزه هم وهلې وه، نوموړي د هند پر وړاندې سیالۍ کې په وروستي اور کې د ۷ منډو دفاع وکړه او لوبه یې مساوي کړه.
د یادونې وړ ده چې پاکستاني رسنیو له دې وړاندې د افغانستان لوبډلې پر نورو لوبغاړو (محمد شهزاد او ګلبدین نائب) هم یاد تورونه پورې کړي وو، خو د وخت په تېریدو لوبغاړو یاد تورونه رد کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي