برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملي لوبډله په اسیا جام کې هېواد ته راستنه شوه

آریانانیوز: د افغانستان ملي لوبډله په ۲۰۱۸م اسیا جام کې له ګډون وروسته نن غرمه هېواد ته سرلوړې راستنه شوه.



ملي لوبډلې په اسیا جام کې له سرېلنکا، بنګلدیش، پاکستان او هندوستان سره سیالۍ ترسره کړې چې دوه بریاوې یې خپلې کړې، دوه ماتې یې وخوړې او یوه لوبه مساوي پای ته ورسېده.
په اسیا جام کې په دوه پړاوو کې سیالۍ ترسره شوې، چې شپږ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې وې، په ګروپ ای کې پاکستان، هانګ کانګ او هند لوبډلې وې چې په ګروپ بي کې د افغانستان، سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلې مخامخ شوې.
افغانستان په ګروپ بي کې د لومړي پړاو دواړه سیالۍ وګټلې چې سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلو ته یې ماتې ورکړې او دویم (سوپر فور) پړاو ته په لومړي نمبر داخله شوه.
په دویم پړاو کې یې لومړۍ سیالۍ له بنګلدیش لوبډلې سره ترسره کړه، په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې ته په وروستي اور کې ۹ منډو ته اړتیا وه چې د بنګلدیش مستفیض الرحمن یې دفاع وکړه او د ۳ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه.
په دویمه سیالۍ کې له پاکستان سره مخ شوه، چې په وروستي اور کې شعیب ملک د لسو منډو اړتیا پوره کړه او بریا یې خپله کړه.
په درېیمه سیالۍ افغان لوبډله له هند سره مخ شوه چې په ۲۵۳ منډو هدف پوره کولو کې هند لوبډله پاتې راغله او په پای کې د راشد خان په زړه پورې توپ اچونې لوبه مساوي کړه.
راشد خان تردې دمه د یادو سیالیو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی چې په پنځه سیالیو کې یې ۱۰ ویکټې ترلاسه کړې دي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي