برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

درویش، ګېل او نبي بلخ لوبډله تر پایلوبې ورسوله

آریانانیوز: د افغانستان غوره لیګ سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه کې بلخ لوبډلې د ننګرهار لوبډلې ته په ستره ماتې ورکولو د یاد لیګ پایلوبې ته لار وموندله.


په دغه لوبه کې چې درویش رسولي، کریس ګېل او محمد نبي د پام وړ توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، بلخ لیجنډز لوبډلې د ۱۷۱ منډو په ستر توپیر ننګرهار لیپرډز لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.
له دې وړاندې بلخ لیجنډز لوبډلې د کندهار نایټس لوبډلې ته د لومړي پړاو په وروستي سیالۍ کې ماتې ورکړې وه چې کندهار لوبډله یې له سیالیو بهر کړه او په مرسته یې ننګرهار لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله.
د بلخ او ننګرهار په نیمه پایلوبه کې لومړی توپوهنه د بلخ لوبډلې وکړه، چې په ۲۰ اورونو کې يې ۲۳۵ منډې جوړې کړې، د کریس ګېل او درویش رسولي لومړۍ ملګرتیا د پام وړ وه، چې ګېل د ۲ شپږیو او ۹ څلوریزو په مرسته ۵۴، درویش رسولي چې تر ډیره یې د ګیل او کولن مونرو سره ملګرتیا وکړه د ۴ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۷۸ او محمد نبي د ۵ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته په ۱۶ توپونو ۴۷ چټکې منډې او کولن مونرو هم ۳۳ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د ننګرهار لوبډله له پېله د ستونزو سره مخ شوه، او د محمد نبي په زړه پورې توپ اچونې یې لومړۍ ملګرتیا له مینځه ویوړه، چې وروسته قیس احمد هم غوره توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، محمد نبي د ۱۲ منډو په بدل کې ۴ او قیس احمد ۳ لوبغاړي وسوځول.
یاده دې وي چې نن د شنبې په ورځ په ۸:۳۰ بجې د افغانستان غوره لیګ دویمه نیمه پایلوبه د پکتیا پینترز او کابل ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې ګټونکې لوبډله به پایلوبه کې د بلخ لیجنډز لوبډلې سره مخامخ کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي