برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هند او افغانستان سیالۍ په وروستي اور کې مساوي شوه

آریانانیوز: د اسیا جام سوپر فور پړاو کې د افغانستان وروستۍ سیالۍ چې د هند لوبډلې سره ترسره شوه له زړه بوږنووکې لوبې وروسته په وروستي اور کې مساوي پای ته ورسېده.


هند لوبډلې ته په وروستي اور کې ۷ منډو ته اړتیا وه، د هند لوبډلې ۸ لوبغاړي سوځېدلي وو، چې یو یې رن اوټ شو، خو په درېیم توپ لوبه مساوي شوه او جدیجا توپوهنې ته ولاړ و چې شاټ یې وواهه او نجیب الله کیچ ونیوه، په همدې سره د راشد خان په زړه پورې توپ لوبه مساوي پای ته ورسېده.
افغانستان لوبډلې په وروستي اورونو کې د افتاب عالم، محمد نبي او راشد خان لخوا په زړه پورې توپ اچونه وکړه چې د لومړي مقام لرونکې لوبډلې څخه یې ګټونکې سیالۍ ونیوه او په پای کې یې مساوي کړه.
په یاده سیالۍ کې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، شهزاد چټک پېل وکړ، خو ورسره جاوید احمدي دفاعي لوبه وکړه، افغانستان په ۱۲ اورونو کې له ۶۰ زیاتې منډې جوړې کړې، خو وروسته یې په ۴ اورونو کې پرلپسې ۴ لوبغاړي (جاوید احمدي ۵، رحمت شاه ۳، شهیدي او اصغر صفر) له لاسه ورکړل.
محمد شهزاد ۱۲۴ منډې د ۷ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو سره او محمد نبي ۶۴ منډې د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته جوړې کړې، همدا ډول نجیب الله هم ۲۰ منډې جوړې کړې، چې هند لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.
د هند لوبډلې لخوا په زړه پورې پېل وشو چې لومړۍ ویکټې د ۱۱۰ منډو ملګرتیا جوړه کړه، په دې کې کی ایل راهول ۶۰ او امیتاب رایډو ۵۷ منډې جوړې کړې، خو له دوی وروسته پرته له دینیش کارتیک څخه چې ۴۴ منډې یې جوړې کړې هیڅ کوم لوبغاړي ښه توپوهنه ونه کړه.
د افغانستان لخوا افتاب عالم، محمد نبي او راشد خان ۲-۲ لوبغاړي خو جاوید احمدي یو لوبغاړی وسوځاوه، مجیب الرحمن که څه هم په ښه اوسط توپ اچونه وکړه خو په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو.
محمد شهزاد د اسمان څکو شپږیزو او په زړه پورې سلیزې وهلو سره د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، افغانستان په داسې وخت کې د اسیا جام سیالۍ ته د پای ټکی کیښود چې مینوالو ته یې ستره ډالۍ ورکړه.
یاده دې وي په روان اسیا جام کې افغانستان یوازینۍ لوبډله شوه چې هند لوبډلې ترې بریا خپله نه کړه، له دې وړاندې هند لوبډلې د پاکستان، بنګلدیش او هانګ کانګ لوبډلو ته سختې ماتې ورکړې وې.

شریک یي کړئ!