برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

افغانستان د اړمنو هېوادونو په سر کې دی

آریانانیوز: یونیسف په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره د مرستې لپاره ۱.۶۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې د ۱۱۰ میلیونو ماشومانو په ګډون له ۱۷۳ میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه صندوق د غوښتنې له مخې، افغانستان د اړمنو هېوادونو په سر کې دی او د دغه هېواد له ماشومانو سره د مرستې لپاره ۱،۶۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ!