برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نلري

د مهاجرت نړیوال سازمان اعلان کړی چې د افغانستان ۷۹ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.


د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په هرات ولایت کې یې د اوبو ۲۰ ټانکرونه جوړ کړي، چې له لسو زرو زیاتو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرولی شي.

د دې سازمان افغانستان څانګه وايي، چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک کافي اوبو ته لاس رسی نه لري.

له بلې خوا، د بشردوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر د اسد په پیل کې اعلان وکړ چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې له سختې وچکالۍ سره مخ دي او افغانستان یو له هغو لسو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله اغیزمن شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل په لوېدیځ کې خلک د څښاک د اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي او د دې سیمې اوسېدونکي د ورځې په اوږدو کې د څو بوشکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره د اوبو د وېش په صف کې په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي