برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اعتراض کوونکو د المان پوځي مرکز دروازه تړلې

آریانانیوز: په بلخ ولايت کې د المان هيواد د مارمل پوځي مرکز دروازه د اعتراض کوونکو له لوري تړل شوې ده.


په بلخ ولايت کې د المان پوځي مرکز مخې ته نږدې ۱۰۰ تنه ددغه مرکز افغان کارکوونکي راټول شوي دي او په اعتراضونو يې پيل کړی دی.

په دغه اعتراض کوونکو کې د مارمل نظامي مرکز پخواني افغان کارمندان ژباړونکي او امنيتي ساتونکي دي او وايي چې د جرمني له خوا ورته په المان کې د پناه ورکولو وعده شوې وه چې اوس يې غم نه خوري.
دغه اعتراض کوونکي وايي چې په افغانستان کې يې ژوند تريخ شوی دی او ورځ تربلې له ګواښونو او ننګونو سره مخ کيږي او زیاتوي چې دوی ته بايد المان کې پناه ورکړل شي، خو د المان ددغه مرکز له لوري دوی ته هيڅ ځواب نه ورکول کيږي.
د جاويد سلطاني په نامه د اعتراض کوونکو يو مشر وويل چې لس کاله يې له الماني عسکرو سره د ژباړن په توګه کار وکړ خو د ناڅرګندو دلايلو له امله یې له دندي ګوښه کړ.
د اعتراض کوونکو د اعتراض په غبرګون کې تر دا مهاله د مارمل کيمپ مسؤلينو څه نه دي ويلي.
د المان د رسنيو له قوله مارمل پوځي کيمپ چې په ۲۰۰۵ ميلادي کال په افغانستان کې جوړ شو له المان څخه بهر د المان تر ټولو لوی نظامي کيمپ دی.
په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د المان ۱۳۰۰ تنه عسکر په جګړو او دندو بوخت دي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې له امريکايانو او ناټو سره کارکوونکی د امنيتي تهديدونو له امله له سختو ګواښونو سره مخ دي، چې ډيرو يې بهرنيو هيوادونو ته د تګ هلې ځلې کړي دي خو بهرني هيوادونو ته يوازې د بهرنيانو په خوښه او اصولو برابر خلک ليږل کيږي، ترڅو په بهر کې هم بهرنيانو ته کار وکړي.

شریک یي کړئ!