برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

اروپايي ټولنه: د ښځو له حقونو څخه شاتګ د منلو وړ نه دی

اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په شاتګ د دې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دی.


په خبرپاڼه کې راغلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه سرغړونه په کلکه غندي.

د دغه بنسټ په وینا، وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د زده کړو، کار او تګ راتګ په برخه کې ډېر محدودیتونه وضع کړل.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې موږ پر طالبانو غږ کوو چې په افغانستان کې د بشري حقونو ټولې سرغړونې او له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه پای ته ورسوي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې اروپايي ټولنه له افغان مېرمنو سره د هغوی د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو د ترلاسه کولو په هدف خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په دغه بیانیه کښې ټینګار شوی دی: د ښځو د حقوقو له فعالانو او پراخو مدنی ټولنو سره به د اروپایی اتحادیې له لارې په کابل او د بروکسل په مختلفو کچو کښې منظمې همکارۍ ترسره شی.

په همدې حال کې دغې اتحادیې د افغان ښځو له مشرانو سره د ښځو د غوښتنو او ننګونو د شریکولو په هدف د یوې لویې غونډې د جوړولو اعلان کړی دی.

ټاکل شوې د افغان ښځو د ملاتړ په اړه د اروپايي ټولنې پرېکړه لیک د سویس مرستیال ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې وړاندې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي