برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ عقرب , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کی دیوی میاشتی په بهیرکی ۱۱۱۳ بمونه غورځول

آریانانیوز: په افغانستان کې ميشتو امريکايي عسکرو په تيره يوه مياشت کې د افغانستان په خاوره ۱۱۱۳ هوايي بريدونه کړي دي
د امريکا دفاع وزارت وايي چې د سپتمبر په مياشت کې يې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې ۱۱۱۳ هوايي بريدونه کړي دي چې په اوسط ډول د ورځې نږدې څلويښت بريدونه کيږي
دا په داسې حال کې ده چې د اګست په مياشت کې د افغانستان په خاوره د امريکا د هوايي بريدونو شمير۸۱۰ ته رسېدلی و
د پنټاګون په راپور کې ويل شوي دي چې دغه شمير هوايي بريدونه يې د القاعده، طالبانو او داعش وسله والو کړي دي او ‌د بريدونو زياتوالی يې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرو ځنډېدل بللي
د افغانستان دفاع وزارت د افغانستان په خاوره د امريکا د هوايي بريدونو د زياتوالي هرکلي کړی دی او ددې وزارت وياند روح الله احمدزي ويلي دي چې د امريکا هوايي بريدونه کولی شي چې دوی ته سيمې پاکې کړي ترڅو يې د افغان ځواکونو له لاسه وتلې سيمې بيرته په اسانۍ ونيسي
د امريکا دفاع وزارت په داسې حال کې د هوايي بريدونو د زياتوالي خبر ورکوي چې په دې ورستيو کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو او چاپو کې د ملکي وګړو کورونه هم په نښه کيږي چې په نتيجه کې يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

شریک یي کړئ!
ټکي

ډېر لوستل شوي