برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 26 نوامبر , 2019 لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو يو بهرنی کارمند وژل

آریانانیوز: د کابل ښار په نهمې حوزې مکرويانو سيمه کې يو بهرنی تبع په يوه چاودنه کې وژل شوی دی



د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، نن ماښام ۶:۲۰ بجې د مکرويانو په بخار خانه سيمه کې د ملګرو ملتونو پر موټر د مقناطسي ماين چاودنه وشوه، چې له امله يې يو بهرنی تبع وژل شوی دی
رحيمي وايي، په دې چاودنه کې پنځه نور کسان ژوبل شوي دي، چې دوه يې د ملګرو ملتونو افغان کارکوونکي دي ثید پېښې د قربانيانو هويت تر اوسه نه دی روښانه شوی
ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم د پېښې مسؤوليت چا منلی دی.

شریک یي کړئ!
ټکي