برخه -څانګه : sport, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د زړه په ناروغۍ اخته کوچنیانو لپاره دروغتون جوړول

آریانانیوز: د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني تکړه او نامتو لوبډلمشر مصباح الحق د هغه کوچنیانو لپاره چې د زړه په ناروغۍ اخته دي د روغتون جوړولو اعلان وکړ.



مصباح الحق ددغه روغتون جوړولو اعلان په خپل ټویټر پاڼه وکړ، او زیاته یې کړه چې ددغې روغتون پرانیسته به د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه په لاهور ښار کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې، دغه روغتون به د هغه کوچنیانو لپاره وي چې پيدایشي د زړه په ناروغۍ اخته وي، دغه ناروغۍ ته په طبي اصطلاح (congenital heart disease) ویل کیږي، په دغې حالت کې د ماشوم زړه په جوړښت کې نقص وي، د زړه والونه او رګونه یې بند وي یا بله ستونزه ولري، چې له کبله یې د وینې جریان په سمه توګه دوام نه کوي.
مصباح الحق په ۲۰۱۵م کال کې له یو ورځنیو او په ۲۰۱۷م کال کې له ټیسټ سیالیو څخه استعفا وکړه، نوموړي په ټيسټ سیالیو کې د چټکې سلیزې ریکارډ هم په خپل نوم لري.
پر دغه خیریه کارونو کې یو شمېر نور کرېکټ لوبغاړي هم له استعفا وروسته بوخت شوي، لکه سچن ټنډولکر، سټیو واه، ګلین میګرات، شاهد افریدي، مورلي درن او داسې نور.
دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان ملي لوبډلې سوکه غوره توپ اچونکي راشد خان هم اعلان کړی و چې په افغانستان کې د بشر پالنې او د کوچنیانو د سوکالۍ لپاره خیریه بنسټ پرانیزي، کریم صادق هم په افغانستان کې خیریه ټولنه لري، چې د کونډو، یتیمانو او بېوزلو سره ښیګڼه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي