برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان پلارمنی کابل ته د کرېکټ نړیواله «ټرافي» راوړل

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۹م کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام (ټرافي) سبا چهارشنبه کابل ته راوړل کیږي، چې د یو لړ مراسم پرمخ به نندارې ته وړاندې شي.


دغه ټرافي تېر وار هم په ۲۰۱۴م کال کې افغانستان ته راوړل شوې وه چې د یو لړ مراسمو او نندارې ته وړاندې کولو وروسته بیرته استرالیا ته ستنه شوه، د ۲۰۱۵م نړیوال جام کوربه لوبډلې استرالیا ګټلی و.
د افغانستان کرېکټ لخوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې دغه ټرافي به سبا د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته راورسیږي او تر جمعې ورځې پورې به څلورو ولایتونو کې د خلکو ترمخ نندارې ته وړاندې شي.
دغه ټرافي به لومړی کابل ته راوړل کیږي، چې له هغې ځایه به بامیان، بیا هرات، بیا کندهار او بیرته کابل ته راستنه شي چې له دې ځایه به انګلستان ته واستول شي.
د کرېکټ ټرافي له نړیوال جام وړاندې د یو شمېر هېوادونو په بېلابېلو سیمو کې نندارې ته وړاندې کیږي، دا به دویم وار وي چې افغانستان هېواد د یاد جام کوربه توب کوي.
د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام به د راتلونکې کال مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه په انګلستان او ویلز هېوادونو کې پېلیږي، او د لس لوبډلو په ګډون به د جولایي میاشتې په ۱۴مې نېټې پای ته ورسیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array