برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یو ارزښتناکه لوبغاړی

آریانانیوز: د افغانستان ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي تېره ورځ د بیګ باش لیګ سیالۍ د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا په اخره کې پريښودې تر څو د ملي لوبډلې سره په هند کې یوځای شي.


د محمد نبي لوبډلې «میلبورن رینیګیډز» مشر روزونکي ویلي چې محمد نبي زمونږ لپاره تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی دی او د نوموړي نه شتون زمونږ لپاره ستره ضایع ده.
انډري میکډونلډ زیاته کړه: «مونږ نهیلي یو چې د محمد نبي په څېر ستر لوبغاړی مو په وروستیو او مهمو سیالیو کې له لاسه ورکړ، خو مونږ په نړیوالو قوانینو پوهیږو او دغه مهال ملي لوبډلې سره د محمد نبي یوځای کېدل تر ټولو اړین دي».
میکډونلډ زیاتوي: زمونږ په لوبډله کې د محمد نبي ونډه له نورو مختلفه او ارزښتناکه وه، د نوموړي د توپوهنې او توپ اچونې مهارتونو ترڅنګ د مشرتابه وړتیا نه شتون به هم زمونږ پر لوبډله اغیز وکړي.
محمد نبي چې لوبډله یې دا مهال د بیګ باش لیګ په جدول کې په دریم نمبر ده او نیمه پایلوبې (Eliminator) پړاو ته رسیدلې، خو په دغه سیالۍ کې به محمد نبي ګډون ونشي کړای.
محمد نبي د آلراونډر لوبغاړي په حیث لوبه کوله او تر دې مهاله یې په ۱۴ سیالیو کې د ۹ شپږیزو سره ۲۲۸ منډې جوړې کړي او ۸ ویکټې یې هم ترلاسه کړې دي.
په بیګ باش سیالیو کې افغان لوبغاړي هر یو د خپلې لوبډلې په ګټه په زړه پورې کارکردګي ترسره کړې، دا مهال د اور په اوسط (اکانومي ریټ) کې مجیب الرحمن په لومړي (۶.۰۴) او راشد خان په دویم (۶.۱۴) نمبر دی، راشد خان په ۱۴ سیالیو کې ۱۹ او مجیب الرحمن په ۱۲ سیالیو کې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.
همدا ډول افغان لوبغاړی قیس احمد چې نن یې د هوبارټ لوبډلې په ګټه خپله دویمه سیالۍ ترسره کړه غوره توپ اچونه وکړه او یو وار بیا یې ۲ ویکټې واخیستې، نوموړي په دوه سیالیو کې ۴ ویکټې اخیستي.
د یادونې ده چې راشد خان او محمد نبي به ډير ژر د خپلې ملي لوبډلې سره په هند کې د تمریناتو لپاره یوځای شي تر څو د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره بشپړ چمتو والی ونیسي، دا سیالۍ د فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه پېل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي