برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شاپور ځدراڼ ته له سختو خبرداريو وروسته د لوبېدو اجازه ورکړل شوه

آریانانیوز: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه چټک چپ لاسي توپ اچونکي شاپور ځدراڼ ته د افغانستان کرېکټ بورډ ډيسپلن کميټې د پرېکړې پر اساس ملي لوبډلې سره د يوځای کېدو اجازه ورکړل شوه.


شاپورځدراڼ د روان ۲۰۱۸م کال د مۍ مياشتې په ۲۹مه نيټه د يوه بهرني سفر پرمهال په تمريناتي لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې روزونکي، لوبډلمشر او لوبڅار پر وړاندې د لوبو له ډسيپلين سرغړونه کړې وه چې له کبله يې تر ننه له هر ډوله سياليو بهر و.
د افغانستان کرکټ بورډ ډيسپلن کميټې د روزنکي سپارښتنې تایید کړې او همداراز یې شاپور ځدراڼ ته په جدي اخطاريه کې ویلي، که د بيا لپاره یې دغه ډول اعمال تکرار کړل په ملي لوبډله کې به له لوبيدو محروم شي.
شاپور ځدراڼ او ځینې نور لوبغاړي په تیرو اوږدو کې د کرېکټ بورډ او چارواکو لخوا ځورول کيږي، چې په يوه او بله نامه له لوبې کښینول کيږي.
شاپور ځدراڼ له تیرې اوږدې مودې راهيسې د ملي لوبډلې څخه بهر دی، خو په افغانستان پريميئر ليګ کې له پامه غورځېدو نوموړی پر کرېکټ بورډ او نورو چارواکو نېوکو کولو ته اړ کړ.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي (دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، حمید حسن او وفادار مومند) د ټپي کېدو له امله له سیالیو بهر دي، چې له کبله یې د افغانستان ملي لوبډله د چټک توپ اچونکو له قحط سره مخ ده.
پر کرېکټ بورډ د ځینو افغان لوبغاړو لخوا سختې نیوکې شوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي