برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دکرېکټ ملي ټیم آیرلنډ ته په لومړیو شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

آریانانیوز: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د فبرورۍ په ۲۱ مه د هندوستان په دهرادون ښار کې خپلې سیالې لوبډلې آیرلنډ ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماتي ورکړه.


پچه د اېر لنډ کپیټان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، د ۶ لوبغاړو پع ځیدو سره یې ۱۳۲ منډې هدف افغانستان ته وټاکه.
افغانستان کریکټ لوبډلې د اېر لنډ هیواد له لوري ټاکل شوي هدف ته د پنځو لوبغاو په سوځیدو سره ځان ورساوه او ایرلنډ کرېکټ ټیم ته یې دغې شل اوریزه لوبه کې ماتي ورکړه.
په دِې لوبه کې تر ټولو ډېرې ۴۹ منډې محمد نبي عیسی خیل جوړې کړې چې د سیالۍ په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو. ټاکل شوې بله شل اوریزه لوبه د دې دواړو ټېمونو تر منځ شنبه د فیبروزۍ په ۲۳ ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي