برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اردني معتمرینو زمزم اوبه سعودي عسکر تويوي

د سعودي او اردن پر سرحد باندي د هغو معتمرینو زمزم اوبه پر سړک توی کړل شوې چې غوښتل یې له ځانه سره یې خپل هیواد ته یوسي.



پر ټولنیزو پاڼو یوه ویډیو خپره شوې چې په کښي معتمرین او د موټر چلونکي د زمزم اوبو څخه بوشکې خالي کوي، ځکه چې د سرحدي عسکرو له لوري ورته ویل شوي چې تر هغو به یې خپل هیواد ته د ننوتلو چاري بشپړي نه شي، تر څو یې د راوړل شویو زمزم اوبو څخه ځان خلاص کړی نه وي، ځکه چې په وینا یې دغه زمزم دوی په غیر قانوني توګه له ځانه سره وړي.
سعودي هر معتمر ته یوازي د یوه بوتل وړلو اجازه ورکوي، چې په هغه کې هر حاجي/معتمر پنځه لیټره اوبه په الوتکه کې او لس لیټره زمزم په موټر کې له ځانه سره وړلای شي، خو دغه زمزم به هم یوازي هغه وي چې د سعودي د حکومت له اړخه په ځانګړو بوشکو کې بندیږي او پر حجاجو/معتمرینو باندي خرڅیږي. هغه اوبه چې حاجیان یې د ځان لپاره د حرم شریف څخه په خپلو بوشکو کې ډکوي، د سعودي حکومت د قانون خلاف دي، نه په الوتکه کې قانونا اجازه ورکول کیږي او نه هم د ځمکې له لاري پرېښودل کیږي.
اردن د سعودي سره سرحد لري او حاجیان/معتمرین یې اکثره د لویو مسافر وړونکو موټرو په واسطه حج او عمرې ته ځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي