برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په عربستان کښې د مخالفانو ځپلول

آریانانیوز: د بشري حقوقو څارونکي سازمان په یو رپورټ کښې وویل: د ۲۰۱۷ کال له جون څخه د سعودي حکومت لسګونه مخالفان په زندانانو کښې دي چې ځیني په کښې په سخته شکنجه کیږي.
د بشري حقوقو څارونکي په خپل دغه رپوټ کښې په عربستان کښې د حکومت د سیاسي مخالفانو د پراخې نیونې په غندلو سره زیاته کړه: دغه نیونې په تیرو دوو کالو کښې د سعودي رژیم د ولیعهد محمد بن سلمان د قدرت د ترلاسه کولو په موده کښې لاسخت شوې دي.
دغه رپورټ زیاتوي: عربستان د ۲۰۱۷ کال د ستمبر له لسمې راهیسې د کورنیو او بهرنیو مخالفتونو سره سره کابو ۲۵۰ تنه پوهان، سیاسي، مخالفان، مدني فعالان، اقتصادي کارپوهان، پوهنتونوال او شاعران نیولې دي.
د بشري حقوقو څارونکي هم داشان د سعودي په کنسولګرۍ کښې د منتقد خبریال جمال خاشقجي د قتل د عاملانو له نه محاکمه کیدو خواشیني څرګنده کړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي