برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 24 آوریل , 2018 لنډ لینک :

يمن: د واده پر مراسمو د سعودي بمبار ۲۰ تنه وژلي، ۴۰ ټپيان دي

د یمن په شمال لویدیځ کې روغتیايي او ځايي سرچینو ویلي چې د یوه واده پر مراسمو د سعودي په مشري د ایتلافي الوتکو په بمبار کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول او ۴۰ تنه نور ټپیان شول.


بمبار تېره شپه ناوخته د «حجه» په سیمه کې را منځته شوی.
د جمهوري روغتون مشر د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ددوی روغتون ته ۴۰ جسدونه رسیدلي چې اکثره یې په ډیر بد حالت کې ټوټه ټوټه وه.
د نوموړي په وینا په ۴۶ ټپيانو کې يې ۳۰ تنه ماشومان وه چې د واده پر مراسمو د بمبار له امله ټپیان شوي وه.
بلخوا د سیمې خلکو ویلي چې ۲۰ تنه د بمبار له امله مړه او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.
باید وویل شي چې د تیرې جمعې په ورځ هم د تعز ښار په لویدیځه کې د بمبار له امله ۱۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي وه. دغه برید هم د ایتلافي ځواکونو الوتکو کړی وو.
ویل کیږي چې بمبار پر یوه لوی موټر شوی وو چې له امله یې درنه مرګ ژوبله را منځته شوې وه.
په دې وروستیو کې د سعودي په مشري د ایتلافي ځواکونو الوتکو په یمن کې بمباري زیاته کړې او په ځانګړي ډول ددغه بمباریو له امله اکثره ملکیان وژل کیږي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه