برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مقاومت د فلسطينيانو د کاميابۍ يوازېنۍ لار د صهيونېسټانو به مقابل کی مقاومت دی

د غزې تړانګې اوسېدونکو فلسطينيانو د تېرې جُمعې په ورځ چې د زمکې له ورځ سره برابره وه له نيواکي فلسطين سره د غزې د تړانګې په پوله کښې د ستنېدو حق ترعنوان لاندې ستر او سوله ايز لاريون وکړ چې په دغه لاريون باندې د صهيونېسټي فوځيانو په حملې سره اولس فلسطينيان شهيدان او له يو زر نهه سوه نور ژوبل شول.


د ايران د اسلامي تبليغاتو د غږملتيا شورا نن د يوې بيانې په جاري کولو سره وويل: د فلسطيني شهيدانو پاکې او په ناحقه بهېدلې وينې به د قدس شريف لپاره ازادي او ستره کاميابي رامنځته کړي.

دغې بيانيې د بشري حقوقو د ټولنې په خاموشۍ باندې په نيوکې سره په خپلو زمکو باندې د فلسطينيانو د واکمنۍ په حق سره د نړۍ د ټولو پتياليو او ازادي غوښتونکو د عملي اقدام او صهيونېسټانو سره د جدي مقابلې غوښتنه وکړه.

دغې شورا همدارنګ زر تر زره د فلسطين د نيواکي زمکو او قدس شريف د ازادولو او خپل پلارني ټاټوبي ته د فلسطيني کډوالو د ستنېدو غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي