برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, 2 جولای , 2022 لنډ لینک :

په تخار ولایت کې د طالبانو د استخباراتو لخوا وحشتناکه شکنجه

د تخار ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو استخبارات په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې خلک نیولي او د برېښنا په شاکونو یې شکنجه کوي.


د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مدير مولوي حکيم په امر د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ لسګونه ځوانان له کوم جرم پرته نيول شوي دي.

سرچينه وايي، دغه ځوانان د مقاومت له جنګياليو سره د خپلوۍ او هم د ازاد فکر او مدني فعاليتونو له امله د طالبانو د استخباراتو په زندان کې وهل او شکنجه کېږي.

په دې وروستيو کې طالبانو په شمال ختيځو ولايتونو کې د يادو ولايتونو د اوسېدونکو په وژلو، نيولو، هدفي وژنو او وهلو ټکولو پيل کړی، چې په ملي او نړيواله کچه غبرګونونه يې پارولي دي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه