برخه -څانګه : politics, security, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

فلسطیني ډلو د صهیونیسټي پوځیانو پرضد د عملیاتو د زیاتولو غوښتنه وکړه

دفلسطین دمقاومت ډلو نن (سه شنبه) دغزې په ښار کې یوه غونډه وکړه چې په ترڅ کې یې په مهمو ملی مسائلو اود فلسطین د پرمختګونو په اړه خبرې وشوې .


دغو ډلو د غزې د تړانګې او د لویدیځې غاړې د مقاومت د اتلانو ستاینه وکړه چې د فلسطین د ملت په وړاندې یې د دښمن د تیري په وړاندې ځواب ورکړ او دښمن ته یې نه هیریدونکی درس ورکړ.

په دغه کتنه کښې ټینګار وشو چې صهیونیسټ دښمن د فلسطین د ملت په خلاف د جنایتونو په بشپړ ډول مسئول دی او مقاومت به له دغو تیریو سره د مقابلې او د فلسطین د ملت د وینو د تویولو د مخنیوي لپاره به خپلو دندو او وظیفو ته دوام ورکړي.

د فلسطین د خبری اژانس «شهاب» د راپور له مخې، د فلسطین د مقاومت ډلې ټینګار وکړ، مقاومت د خدای په مرسته، ثابته کړه چې په ټولو ډګرونو کې یوپارچه اویوموټي دی او په تکتیک او قدرت سره کولای شي د مقاومت او ملت ترمنځ د واټن د رامنځته کولو لپاره د صهیونیسټانو هڅې شنډې کړي.

دفلسطین مقاومت ډلو همدارنګ دفلسطین له خاورې د نیواکګرو تر بشپړ شړلو پورې په بیت المقدس او د ۱۹۴۸ کال په نیواک شویو سیمو او لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټی پوځیانو او یهودي میشت ځایونو پرضد د عملیاتو په پراخولو ټینګار وکړ .

دې ډلې د «خلیل عواوده» د زنداني په شمول د غذايي اعتصاب د بندیانو په ملاتړ ټینګار وکړ او په ټول امت یې غږ وکړ چې د قدس په دفاع کې او د الاقصی جومات په اړه خپل مسئولیت اداء کړئ او د غاصب رژیم له نسکوریدو او د فلسطین د خاورې تر بیرته نیولو پورې د فلسطین له ملت او د هغه له عادلانه هلوځلو سره مرسته وکړئ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي