برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

محکمې په ښوونځي کې د مسلمانې ښوونکې د پړوني پر سرکولو غوښتنه رد کړه

د المان مرکزي محکمې د هغې ښځينه ښوونکې غوښتنه رد کړې، چې په ښوونځي کې يې د پړوني پر سر کولو اجازه غوښتې وه.


د برلین محکمې دې ښوونکې ته ویلي چې قانون تر هرڅه پورته دی او دا مجبوره ده چې لوڅ سر ښوونځي ته لاړه شي یا دنده پرېږدي.
دویچویله – فارسي؛ د برلین د قانون اړوند وايي چې په دې قانون کې هم پر دولتي ادارو کې پر حجاب بندیز لګېدلی، هم يې د عقیدې د ازادۍ ټينګار کړی دی.
د برلین محکمې ويلي، دوی دولتي مامورته اجازه نه ورکوي چې خپلې دیني نښې دولتي ادارې ته ورسره یوسي، د دوی په وینا د مسلمانې مېرمنې پر سر پړونی د هغوی دیني نښه ده.
دا په داسې حال کې دی چې په ۲۰۱۴م کال په فرانسه کې هم پر مسلمانو مېرمنو د حجاب بندیز ولګید، چې د افغانستان لومړنۍ مېرمنې رولا غني يې هم ملاتړ وکړ
څو ورځې وړاندې د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي او د دې هېواد سلګونو تنو یهودي او مسیحي لیکوالو لیکلی بیان نشر کړ، چې له قرآن نه دي د کفارو پر ضد ایاتونه لرې کړل شي.
دې څرګندونو په اسلامي نړۍ کې یوازې د ترکي مشرانو غبرګون را وپاراوه او د ترکيې ویاند سرکوزی او ملګري يې د یوویشتمې پېړۍ ابوجهلان وبلل.

شریک یي کړئ!