برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کلیسا کشیشانو پر زرګونو ځوانانو جنسي تیری

آریانانیوز: د المان شپیګل مجلې په یو تازه راپور کې ویل شوي دي چې د المان په بیلا بیلو کلیساګانو کې په زرګونو ماشومانو جنسي تیري شوي دي.



د شپیګل مجلې په راپور کې راغلي چې د ۱۹۴۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ موده کې د بیلابیلو کلیساګانو ۱۶۷۰ کشیشانو په ۳۶۷۷ تنو ماشومانو او ځوانانو جنسي تیري کړي دي.
دغه راپور چې د المان د دریو پوهنتون له لوري چمتو شوی دی، تمه کېده چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې خپور شي؛ خو رسنیو ترهغې مخکې ترلاسه کړی او خپور کړ.
په راپور کې ویل شوي چې ددغه راپور په چمتو کولو کې د ۲۷ کلیساوو نږدې ۳۸ زره اسناد څېړل شوي دي، خو ښایي د کلیساوو د جنسي تیري اسناد او قضیې له افشا شویو هغو ډېر زیات وي، چې ډیر به یې پټ ساتل شوي وي.
باید وویل شي چې په لویديځ کې همجنسپرستي او نامشروع اړيکې تر دې حده زیاتې شوي دي چې د لویديځ مذهبي خونې هم ترې خوندي نه دي.
تر دې وړاندې هم د کلیسا د کشیشانو له لوري په خلکو د جنسي تیري راپورونه ورکړل شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي